د افغانستان په لويديځ کې د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس احمدشاه مبارز وايي چې افغان ورزشکارانو د ايران د ووشو په سياليو کې لومړى مقام خپل کړى دى
ښاغلي مبارز پرون سه شنبه د تلې ۱۷ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغان ورزشکارانو د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ووشو په نړیوالو او اسیایي سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.
د هغه په وينا، په دې سياليو کې، چې د (سولې کپ) تر سرليک لاندې ترسره شوې، د افغانستان، ايران او پاکستان لوبغاړو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، چې په دې سياليو کې د افغانستان اته ورزشکارانو څلور د سرو زرو، دوه د سپينو زرو او دوه د برونزو مډالونه ګټلي دي.
مبارز وويل چې په دغو سياليو کې پاکستان دويم او کوربه ايران درېيم مقام خپل کړ.
جمهورخبري آژانس