طالبانو په بدخشان کې د موسیقۍ د غږولو په خاطر د واده مراسم ګډوډ کړل

24 میزان 1403 ساعت 10:16

د بدخشان ولایت عامه سرچینې وايي، طالب جنګیالیو د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د موسیقۍ د غږولو له امله د واده مراسم ګډوډ کړي دي.


د بدخشان ولایت عامه سرچینې وايي، طالب جنګیالیو د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د موسیقۍ د غږولو له امله د واده مراسم ګډوډ کړي دي.

دسرچينو له مخې طالب جنگيالو درې شپې وړاندې په فيض اباد ښار کې په هغه هوټل بريد کړى و چې دمياشتې په ٢٠مه نيټه په پرله پسې ډول په فضائي ډزو سره دغه مراسم ګډوډ کړل.

په ټولنيزو شبکو کې د ځايي اوسېدونکو له خوا په خپره شوې ويډيو کې ليدل کېږي چې د محفل ګډونوال په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې د هوټل انګړ ته راوتلي او په زوره يې چيغې وهي.

ځايي سرچينې وايي، د طالبانو په ډزو کې د واده دوه تنه ګډونوال ټپيان شوي دي.

باید وویل شي، چې طالبانو حتی د خوښۍ په مراسمو او ودونو کې هم د موسیقۍ غږول حرام اعلان کړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176540

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176540/

جمهور
  https://www.jomhornews.com