د بدخشان ولایت عامه سرچینې وايي، طالب جنګیالیو د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د موسیقۍ د غږولو له امله د واده مراسم ګډوډ کړي دي.
د بدخشان ولایت عامه سرچینې وايي، طالب جنګیالیو د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د موسیقۍ د غږولو له امله د واده مراسم ګډوډ کړي دي. دسرچينو له مخې طالب جنگيالو درې شپې وړاندې په فيض اباد ښار کې په هغه هوټل بريد کړى و چې دمياشتې په ٢٠مه نيټه په پرله پسې ډول په فضائي ډزو سره دغه مراسم ګډوډ کړل. په ټولنيزو شبکو کې د ځايي اوسېدونکو له خوا په خپره شوې ويډيو کې ليدل کېږي چې د محفل ګډونوال په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې د هوټل انګړ ته راوتلي او په زوره يې چيغې وهي. ځايي سرچينې وايي، د طالبانو په ډزو کې د واده دوه تنه ګډونوال ټپيان شوي دي. باید وویل شي، چې طالبانو حتی د خوښۍ په مراسمو او ودونو کې هم د موسیقۍ غږول حرام اعلان کړي دي. جمهورخبري آژانس