کابل او ډیلی اړیکې پراخول غواړي

3 جوزا 1404 ساعت 7:46

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خبرو او تعامل دوام ته ژمن دی.


د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خبرو او تعامل دوام ته ژمن دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند رندهېر جیسوال ویلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراخېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز کشمیر کې پر سیلانیانو د وروستي برید په تړاو د افغانستان دریځ ستایلی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او نېکو ارادو نښه بللې ده.

جمهورخبريی آزانس
 


د مطلب کود: 182495

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182495/

جمهور
  https://www.jomhornews.com