اوچا: افغانستان کې مو له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ۶.۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

14 جوزا 1404 ساعت 10:00

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې یې له وچکالۍ څخه د اغېزمنونکو ټولنو د ملاتړ په موخه ۶.۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.


د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې یې له وچکالۍ څخه د اغېزمنونکو ټولنو د ملاتړ په موخه ۶.۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په بیان کې راغلي، چې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه د ۷.۵ میلیون ډالرو تکمیلي مرستو سره به دا تخصیصونه د انعطاف له زیاتولو سره مرسته وکړي.

اوچا ټینګار کړی چې دا مرستې به د وچکالۍ له ناوړو پایلو مخنیوی وکړي.

په اپریل میاشت کې د ملګرو ملتونو بېړني صندوق ۶.۶ میلیونه ډالر مرسته ځانګړې کړې ده.

دا بودیجه به اړمنو ته د خوړو نړیوال پروګرام، یونیسف، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام، فائو او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له خوا په واک کې ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182843

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182843/

جمهور
  https://www.jomhornews.com