د طالبانو او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ ملیون ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ تړون لاسلیک شو

16 اسد 1404 ساعت 17:52

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هیواد د خصوصي سکتور او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ ملیون ډالرو په ارزښت د څو سوداګریزو تړونونو د لاسلیک اعلان وکړ.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هیواد د خصوصي سکتور او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ ملیون ډالرو په ارزښت د څو سوداګریزو تړونونو د لاسلیک اعلان وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پنشنبې  (د زمري ۱۶مه) په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان د خصوصي سکتور او تاتارستان جمهوریت ترمنځ د ۱۸۳ ملیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.

دا تړونونه د خوړو، چورلکو تولید، د اوبو مدیریت، د تیلو او ګازو، د بریښنایی تجهیزاتو تولید، د صابون او حفظ الصحې محصولاتو، ساختماني موادو او د اوسپنې ویلې کولو په برخو کې دي، چې په لاسلیک شویو سکتورونو کې یې ټولټال ارزښت ۱۸۳ ملیون ډالر دی.

د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر، په داسې حال کې چې په مختلفو سکتورونو او ملکي او نظامي برخو کې د دې جمهوریت د محصولاتو او تولیداتو په اړه معلومات وړاندې کول، طالبانو ته بلنه ورکړه چې د اګست په ۲۶مه نیټه په تاتارستان جمهوریت کې د تیلو په نندارتون کې ګډون وکړي، او همدارنګه یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي رییس ته بلنه ورکړه چې د هغه جمهوریت د سوداګرۍ خونې ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 184752

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184752/

جمهور
  https://www.jomhornews.com