تېره شپه په کونړ او شاوخوا سیمو کې یو وار بیا زلزله شوې

15 سنبله 1404 ساعت 8:33

د امریکا د جیولوژیکۍ سروې ادارې د دې زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه دوه بللی دی.


د امریکا د جیولوژیکۍ سروې ادارې د دې زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه دوه بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې ادارې په اساس د دې زلزلې مرکز د اسعداباد لویدیځ ته څلوېښت کیلومتره لرې وو چې عمق یې لس کیلومتره بلل شوی.

د جرمني خبري اژانس راپور ورکړی چې د زلزلې ټکانونه ان په کابل کې هم حس شوي دي.

لا د احتمالي اوښتو زیانونو او تلفاتو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

تر دې مخکې هم د پنجشنبې په شپه او د جمعې سهار وختي په کونړ او ننګرهار کې پرله پسې زلزلې شوي چې لږ تر لږه څلوېښت کسان پکې ټپیان شوي دي.

دا زلزلې د اګست د ۳۱مې زورورې زلزلې څخه وروسته رامنځته شوي.

د طالبانو حکومت تایید کړې چې په هغې زلزله کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان وژل شوي او ۳۶۴۰ کسان ټپيان دي.

د راپورونو له مخې د کونړ په ځینو لرو پرتو سیمو کې لا هم خلکو ته مرستې نه دي ورسېدلي او ویره یې شته چې مړي تر خاورو لاندې بند پاتې وي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185692

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185692/

جمهور
  https://www.jomhornews.com