ایران  د زلزلې قربانیانو لپاره ۲۲ ټنه وریجې سیمه ییزو طالبانو ته وسپارلې

20 سنبله 1404 ساعت 16:29

په کابل کې د ایران سفارت د هېواد په ختیځو ولایتونو د زلزلې قربانیانو لپاره د ۲۲ ټنو وریجو مرستې په هرات کې سیمه ییزو طالبانو ته وسپارله.


په کابل کې د ایران سفارت د هېواد په ختیځو ولایتونو د زلزلې قربانیانو لپاره د ۲۲ ټنو وریجو مرستې په هرات کې سیمه ییزو طالبانو ته وسپارله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په کابل کې د ایران د سفارت د رسنیو دفتر نن د پنشنبې (د وږي ۲۰ مه) په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې قربانیانو سره د مرستې په څلورم پړاو کې، د ایران د اسلامي جمهوریت سرې میاشتې په هرات کې سیمه ییزو طالبانو ته ۲۲ ټنه وریجې رسولي دي.

د ایران سفارت ویلي چې تر اوسه پورې، د زلزلې قربانیانو لپاره د ایران ۲۲۰ ټنه بشري مرستې طالبانو ته رسیدلي دي.

د یادونې وړ ده چې نږدې ۵۰ هیوادونو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې قربانیانو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې رسولي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185923

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185923/

جمهور
  https://www.jomhornews.com