۰
هند:

پاکستان به پر هندي پوځيانو د وروستي برید بیه پرې کړي

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۱
د هندوستان دفاع وزارت وايي، پاکستان به د هغه برید او هندي پوځیانو د مرګ ژوبلې بیه پرې کړي، چې په جمو ښار کې یې پر هندي پوسته کړی دی.
پاکستان به پر هندي پوځيانو د وروستي برید بیه پرې کړي
د هندوستان دفاع وزارت وايي، پاکستان به د هغه برید او هندي پوځیانو د مرګ ژوبلې بیه پرې کړي، چې په جمو ښار کې یې پر هندي پوسته کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره ورځ وسله والو د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په جمو ښار کې د هندي پوځیانو پر یوه پوسته برید وکړ.

سرچینې وايي، په دغه برید کې پنځه هندي سرتېري وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي او دغه راز درې ترهګر هم وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي.

تر دغه پېښې وروسته د هند ددفاع وزیر نیرمالا سیتهارامن جمو ښار ته تللی او هلته یې خبریاانو ته ویلي، چې پاکستان به ددغه برید بیه پرېکړي.

نوموړي ویلي«چې کله موقع راغله له پاکستانه به د دې کار غچ اخلو.»

د هند دفاع وزیر وايي پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په سیمه کې یې ناارامي جوړه کړې دي.

هغه دا خبردارۍ هم ورکړ، چې له دې وروسته هر څوک چې له پاکستاني لوري پر هندي پوځيانو برید کوي دوی یې تعقیبوي او د پاکستان خاورې ته پسې داخلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي