د اروپايي ټولنې د بشري حقونو کمېټې د سویډن له حکومته غوښتي، چې افغان کډوالو ته د پنا غوښتنې پر شرایطو لګېدلي محدودیتونه کم کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمني خبري آژانس ویلي، د اروپا د بشري حقونو شورا ، د سویډن له حکومته غوښتنه کړې چې د افغانستان د پناه غوښتونکو لپاره شرایط اسانه کړي.
یادې شورا په ځانګړي ډول د هغو افغانانو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې چې عمرونه یې تر 18 کلونو کم دي، د پناه غوښتنې یې رد شوې او جبراً، باید افغانستان ته واستول شي.
باید و ویل شي، چې د سویډن حکومت په ۲۰۱۵مېلادي کال کې په اروپا کې د کډوالۍ د بحران له امله، پر پنا غوښتونکو محدودیتونه ولګول او په دې ډول یې غوښتل، د پناه غوښتونکو د ورتګ مخه ونیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل