۰
د کورنیو چارو وزارت:

په تېره یوه اونۍ کې نېږدې ۵۰۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۱۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۷
د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغان ځواکونو له خوا د شویو عملیاتو پر مهال نېږدې ۵۰۰ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تېره یوه اونۍ کې نېږدې ۵۰۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغان ځواکونو له خوا د شویو عملیاتو پر مهال نېږدې ۵۰۰ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن شنبې د کب ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۷ ورځو کې ۱۱۱ ځله ګډ عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه عملیات، په میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر، ننګرهار، زابل، کندهار، اروزګان، هلمند، غور، فراه، فاریاب، جوزجان، قندوز، بدخشان، پروان، او کاپیسا ولایتونو کې تر سره شوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ په دې عملیاتو کې ۳۰۲ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۸۷ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه همغږۍ او ګډو عملیاتو ته ژمن دي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امنیت د تامین او د وسله والو د له منځه وړلو له پاره شپه او ورځ هڅې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي