۰

د سویل ختیځ زون دیني عالمان وايي طالبان باید سوله وکړي

سی شنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۷
د هېواد په سویل ختیځ زون کې سلګونو دیني عالمانو د سولې په تړاو د افغان حکومت له وړاندې شوې طرحې ملاتړ او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.
د سویل ختیځ زون دیني عالمان وايي طالبان باید سوله وکړي
د هېواد په سویل ختیځ زون کې سلګونو دیني عالمانو د سولې په تړاو د افغان حکومت له وړاندې شوې طرحې ملاتړ او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۴۰۰ دیني عالمان چې تېره ورځ دوشنبې د کب ۲۱ مه د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې راغونډ شوي و ویل، چې په افغانستان کې د روانې جګړې ګټه پردیو ته رسي او دا یوه تپل شوې جګړه ده.

د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو دغه دیني عالمانو او مخورو پر طالبانو غږ وکړ، چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي.

غونډې ته د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عطاالرحمن سليم و ویل، چې سولې ته کار د هر افغان او ديني عالم اسلامي وجيبه ده.

د هغه په وینا که د دوه ډلو تر منځ جګړه پېښه شي د اسلامي اصولو پر اساس يې بايد تر منځ سوله وشي او که کومه ډله د سولې مخالفت وکړي، بايد ټول يې پر وړاندې ودريږي او د سولې منلو لپاره فشار پرې راوړي.

نوموړي دا هم و ویل، چې وسله وال مخالفين د جګړې د ډېرېدو او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو لامل شوي دي.

دغه راز په غونډه کې یو تن ديني عالم خواجه الدين حقبيان و ویل، چې د سولې مخالفين او د عامو خلکو وژونکي د پرديو لپاره جګړه کوونکي دي او افغان طالبان د سولې مخالفت نه کوي.

د غونډې برخوالو په پای کې یو پرېکړه لیک هم صادر کړ او ویلي یې دي، چې وسله والې مخالفې ډلې بايد له دې جګړې، چې د پرديو په ګټه تماميږي، لاس واخلي او رښتينې بين الافغاني سولې ته حاضر شي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي