۰

پاکستاني ځواکونو پر کونړ ولایت ۱۵۰ توغندي ویشتلي

دوشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۰
پر کونړ ولایت د پاکستاني ځواکونو توغنديي بریدونه دوام لري او تازه یې بیا پر دغه ولایت ۱۵۰ توغندي ویشتلي دي.
پاکستاني ځواکونو پر کونړ ولایت ۱۵۰ توغندي ویشتلي
پر کونړ ولایت د پاکستاني ځواکونو توغنديي بریدونه دوام لري او تازه یې بیا پر دغه ولایت ۱۵۰ توغندي ویشتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د پاکستان له لوري توغول شوي توغندي په دانګام او شلتن ولسوالیو کې لګېدلي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو ۱۵۰ توپچي بریدونه کړي، خو ځاني زیان نه لري.

باید و ویل شي د پاکستاني ځواکونو توغنديي بریدونه له کلونو راهیسې دوام لري او تر اوسه یې زرګونه توغندي د افغانستان په ځینو ختیځو سیمو توغولي، چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

افغان حکومت په ځلونو هڅه کړې، چې دغه ستونزې ته د دیپلوماتیکو لارو حل پیدا کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي