د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې ملي مسلم لیګ او د کشمیر د آزادۍ تحریک په نوم ډلې د لشکر طیبه نور نومونه دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت پرون دوشنبې د وري ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا چې ملي مسلم لیګ او د کشمیر د آزادۍ ګوندونه لشکر طیه دي، نو امریکا غواړه دغه دوه ډلې هم د ترهګرو ډلو په لېست کې شاملوي.
امریکا ویلي له دې کار یې موخه د لشکر طیبه د هغو سرچینو وچول دي، چې هغوي به یې د نورو ترهګرو بریدونو لپاره د ترلاسه کولو کوښښ کوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د لشکرطیبه او له هغې سره د تړلو نورو ډلو چې په امریکا کې کومې شتمنۍ وي هغه به کنګل کړي.
دغه راز خبرپاڼې زیاته کړې، چې په دې سربېره به امریکایان د دغې ډلې د غړیو سره مالي ورکړه راکړه نشي کولی.
جمهورخبري آژانس:کابل