سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د امر بالمعروف مسؤل نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوې باوري امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د داعش دغه مشر نن سهار سه شنبې د وري ۲۸ مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د داعش د امربالمعروف مسوول منور چې په حذیفه مشهور دی نیولی دی.
دغه سرچینې ویلي، چې د نیول شوي داعشي مشر څخه دا مهال پوښتنې ګروېږنې روانې دي او وروسته به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار