۰

دفاغ وزارت وايي، غزني کې ۳۶ وسله وال وژل شوي دي

شنبی ۱۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۷
د ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو مرګوني بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
دفاغ وزارت وايي، غزني کې ۳۶ وسله وال وژل شوي دي
د ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو مرګوني بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان هوايي ځواک د غزني په خاني کلا، ارزو، غچ کلا او رشیدخېلو سیمو کې د طالبانو پر پټنځایونو هوايی بریدونه کړي دي.

سرچینه وايي، په دې هوايي بریدونو کې ۳۶ وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز دفاع وزرات زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې د وسله والو ۷ عرادې موټرسایکلونه او یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي