۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا شمالی کوریا ته تللی دی

چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یو ځل بیا د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته سفر کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا شمالی کوریا ته تللی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یو ځل بیا د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته سفر کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا په تېرو دوه میاشتو کې شمالي کوریا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دوهم سفر دی، چې تر سره کېږي.

د دغه سفر موخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون تر منځ د لیدو کتو او خبرو اترو زمینه برابرول ښودل شوی دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه میاشت وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه پټ سفر شمالي کوریا ته تللی وو.

ټاکل شوې، چې په نېږدې راتلونکې کې ټرامپ او د هغه سیال اون به د شمالي او جنوبي کوریاګانو تر منځ پوله کې خبرې اترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي