۰

کندهار کې طالبانو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۸
د کورنیو چارو وزارت وايي، په کندهار ولایت کې د له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۲۱ وسله وال طالبان او دوه پولیس وژل شوي دي.
کندهار کې طالبانو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کورنیو چارو وزارت وايي، په کندهار ولایت کې د له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۲۱ وسله وال طالبان او دوه پولیس وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت نن چهارشنبې د غويي ۱۹ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې تېره شپه د کندهار په خاکریز او میوند ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د خاکریز ولسوالۍ د دروېشان په سیمه کې د جګړې پر مهال ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې جګړه کې دوه پولیس هم وژل شوي او ۵ نور سرتېري ټپیان شوي دي.

دغه راز په یاده خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د میوند ولسوالۍ د شل غمي په سیمه کې هم د جګړې پر مهال د یوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې نښتو کې یو میل دهشکه، یو عراده موټر، ۷ کړۍ ماینونه او ۷ ډزه د راکټ مرمۍ هم له منځه وړل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي