۰

طالبانو پر فراه ښار ډلییز برید کړی او سخته جګړه روانه ده

سی شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۸
راپورنه وايي، وسله والو طالبانو د فراه ولایت په مرکز فراه ښار ډلییز برید کړی، یو شمېر دولتي ودانۍ یې نیولې او دا مهال سخته جګړه روانه ده.
طالبانو پر فراه ښار ډلییز برید کړی او سخته جګړه روانه ده
راپورنه وايي، وسله والو طالبانو د فراه ولایت په مرکز فراه ښار ډلییز برید کړی، یو شمېر دولتي ودانۍ یې نیولې او دا مهال سخته جګړه روانه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي وسله والو طالبانو نن سهار (سه شنبې د غوايي ۲۵مه) له څو لورو په فراه ښار باندې دغه برید کړی، چې لا هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د فراه د ولایتی شورا شر فرید بختور بي بي سي ته ویلي، چې طالبانو د ښار کمربند مات کړی او ځینې دولتي ودانۍ یې هم ولکه کړې دي.

داسې راپورنه هم شته چې د ملي امنیت ریاست هم طالبانو نیولی او یوازې ولایت او امنیه قوماندانیو ودانۍ د حکومت په لاس کې دي.

تر اوسه د فراه چارواکو او دغه راز د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو څه نه دي ویلي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه پر فراه ښار د برید تر څنګ ویلي، د ښاري کمربند ټولې پوستې، د ملي امنیت ریاست، درېیمه حوزه او ځينې نورې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

مجاهد په دې حمله کې د ګڼو افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې هم ویلي خو د خپل لوري د زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.

په فراه د طالبانو برید پر داسې مهال کېږي، چې له څو ورځو راهیسې په ولسي جرګه کې د فراه استازو خبردارۍ ورکړی و، چې که د دغه د امنیت غم ونخوړل شي، ښايي فراه ښار سقوط وکړي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي