۰

حنیف اتمر د خبرو له پاره پاکستان ته ځي

یکشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۳
ټاکل شوې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پاکستان ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
حنیف اتمر د خبرو له پاره پاکستان ته ځي
ټاکل شوې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پاکستان ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستان ته د لوړ پوړي افغان امنیتي پلاوي د ورتګ غوښتنه د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي له ولسمشر غني څخه کړې ده.

له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي اتمر به نن یک شنبې د غبرګولي ۶ مه پاکستان ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره به پر ګډو امنیتي ستونزو او سرحدي مسایلو خبرې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلی اتمر به د پاکستان د لوی درستیز په مشرۍ له یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي سره پر یادو مسایلو خبرې اترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي