۰

هند او چین په افغانستان کې د ګډ کار لپار پروژه ځانګړې کوي

پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۸
د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، هند او چین په افغانستان کې د ګډ کار لپاره هڅه کوي یوه ځانګړې پروژه انتخاب کړي.
هند او چین په افغانستان کې د ګډ کار لپار پروژه ځانګړې کوي
د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، هند او چین په افغانستان کې د ګډ کار لپاره هڅه کوي یوه ځانګړې پروژه انتخاب کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت چارواکو زیاته کړې، چې او اوس ددغه پروژې پر مشخصولو کار روان دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا د چین ولسمشر شي جين پېنګ او د هند لومړي وزیر په ووهان کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې پر ګډ کار خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي د شانګهای همکاریو سازمان د کنفرانس په څنډه کې هم د دواړو لورو ترمنځ پر یادې مسئلې خبرې شوې دي او پر دې سلا شوې چې هند او چین به د ګډ کار لپاره یوه پروژه په ګوته کوي.

چین او هند تر دې وړاندې ویلي وو، چې د افغانستان د پرمختګ او همدا راز د چین-هند اړیکو د ښه کولو لپاره به دواړه لوري په افغانستان کې ګډې پروژې پيلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي