۰

امریکا وایي د چابهار بندر به برخه کې ستونزې نه جوړوي

پنجشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۴
امریکا وايي، چابهار بندر د افغانستان د پرمختګ له پاره مهم دی او دوی به پرېږدي، چې دغه بندر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
امریکا وایي د چابهار بندر به برخه کې ستونزې نه جوړوي
امریکا وايي، چابهار بندر د افغانستان د پرمختګ له پاره مهم دی او دوی به پرېږدي، چې دغه بندر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نیکي هیلې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په کتنه کې کړې دي.

مېرمن هیلي هند ته په سفر تللې تر څو له هندي چارواکو سره پر ایران د امریکا د بندیزونو په اړه خبرې اترې وکړې.

وړاندې ویره دا وه، چې له ایران سره د امریکا اړم کېدل به پر چابهار بندر او په ټول کې د افغانستان پر سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ منفي اغېز وکړي، خو اوس امریکا ویلي، پر ایران د بندیزونو په لړ کې د چابهار په برخه کې نرمښت ښيي.

د رسنیو په راپورونو کې راغلي چې د چابهار په اړه پر امریکا د هند فشار نتیجه ورکړې ده او امریکا په دې برخه کې نرمښت ښودلی دی.

هیلي ویلي دا چې هند له امریکا سره د افغانستان په امنیت او ددغه هېواد په بیا رغونه کې ډېرې مرستې کړې دي نو دغه ګام یې هم د افغانستان د پرمختګ لپاره خورا مهم دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ویلي، هېواد یې د چابهار په برخه کې ستونزې نه جوړوي او پرېږدي چې دغه بندر ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

خو نوموړې له هند غوښتي چې له دې وروسته له ایران د تېلو واردات بند کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي