۰

ترکیه کې د رېل ګاډي چپه کېدو پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي دي

دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۴
د ترکیې دولتي رسنۍ راپور ورکوي، چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې یو ریل ګاډی له پټلۍ اوښتی او ۸۳ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ترکیه کې د رېل ګاډي چپه کېدو پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي دي
د ترکیې دولتي رسنۍ راپور ورکوي، چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې یو ریل ګاډی له پټلۍ اوښتی او ۸۳ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ترکیي چارواکو ویلي، دغه ریل ګاډۍ چې ۳۶۲ تنه په کې سپاره و د ترکیې په شمال لوېدیځ کې د سختو باروانو له کبله د دغه پېښې سره مخ شوی دی.

دا ریل ګاډۍ د بلغارستان پولې ته څېرمه د کاپیکول له ښار څخه استانبول ته په لاره و، چې د تکیرداغ په ولایت کې له پټلۍ واوښت او چپه شو.

د ترکیې دولتي تلوېزیون اعلان کړی، چې په دې پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان شوي دي.

د ترکیې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او ښايي د تلفاتو شمېره نوره هم لوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي