۰

حنیف اتمر کابل کې د انګلستان سفیر سره پر سوله خبرې کړې دي

شنبی ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۵
د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف تمر او کابل کې د برېتانیا سفیر نیکولاس کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړې دي.
حنیف اتمر کابل کې د انګلستان سفیر سره پر سوله خبرې کړې دي
د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف تمر او کابل کې د برېتانیا سفیر نیکولاس کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت شورا پر خپله فسبوک پانه لیکلي، چې په کابل کې د انګلیستان سفیر نیکولاس کې د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره د نوموړي په کاري دفتر کې لیدلي دي.

د امنیت شورا د فیسبوک پاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر پر راتلونکو برنامو او پروګرامونو خبرې کړې دي.

ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې د سولې له بهیر څخه د انګلیستان د حکومت او خلکو له ملاتړه د مننې تر څنګ ویلي انګلیستان د افغانستان ستراتېژیک ملګری او د افغان ځواکونو د روزنې په چارو کې د انګلیستان همکاري او تعهد مهم دی.

په ورته وخت کابل کې د انګلستان سفیر نیکولاس کې ویلي د افغان حکومت له لوري د سولې وړاندیز مهم ګام دی او هېواد یې د افغان حکومت د سولې د دغه غږ نه ملاتړ کوي.

نوموړي دغه راز د افغان حکومت له لوري د اوربند اعلان هیله بخښوونکی و باله او په راتلونکي کې یې د دوه اړخیزو هوکړو په خاص ډول له اوربند څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د سرچینې په وینا په دې لیدنه کې پر یو لړ نورو د علاقې وړ موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي