اروپايي ټولنې په ننګرهار ولایت کې وروستي خونړي برید ته په اشارې ویلي، چې دغه ټولنه په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړه ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، په جلال آباد ښار کې شوی برید په سختو ټکو غندلی او دا یې د ټولو بشري او انساني قوانینو خلاف عمل بللی دی.
اورپايي ټولنې په دې خبرپانه کې د افغانستان سره د مرستو پر دوام ټنیګار کړی او ویې ویلي یې دي، چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.
دغه ټولنې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې انساني ژوند ته درناوی ولري او د ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي.
یادې ټولنې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی یوازې د خبرو له لارې د حل وړ دی او دغه ټولنه د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي.
باید و ویل شي، چې وړمه ورځ د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې د کډوالو چارو پر ریاست ډلیز ځانمرګی وسله وال برید وشو، چې په کې ۱۵ تنه ولسي وګړي و وژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار