افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پر غزني ښار د وسله والو طالبانو برید د اسلامي نړۍ پر پلازمېنه او د ټولو اسلامي هېوادونو په ارزښتونو برید دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن چهارشنبې د زمري ۲۴ مه یې کابل کې د سولې له پاره د افغان ښځو په ملي غونده کې وینا کوله و ویل، چې پر غزني برید یو نه بښونکی عمل او جنایت دی.
ښاغلي غني و ویل دا برید د اسلامي ارزښتونو او د علمای کرامو د ګډې فتوا خلاف عمل دی او پر عامه تاسیساتو، فرهنګي بنسټونو او د بیان د آزادۍ پر ادارو برید د بخښنې وړ نه دی.
ولسمشر زیاته کړه، چې په غزني ولایت کې امنیتي پلان عملي شو او دغه ولایت ته بېړنۍ مرستې او اړین اکمالات رسېدلي دي.
ولسمشر د غزني درد د ځان او ټول ولس درد وباله او ټينګار وکړ چې د غزني خلکو ته د مرستې رسولو بشپړ پلان به ډېر ژر عملي شي.
جمهورخبري آژانس:کابل