۰

ملګري ملتونه له طالبانو غوښتي، چې له افغان حکومت سره اوربند وکړي

چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۳
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر وسله والو طالبانو غږ کړي، چې ژر تر ژره له افغان حکومت سره اوربند ومني او اوربند وکړي.
ملګري ملتونه له طالبانو غوښتي، چې له افغان حکومت سره اوربند وکړي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر وسله والو طالبانو غږ کړي، چې ژر تر ژره له افغان حکومت سره اوربند ومني او اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه غوښتنه د تېرې دوشنبې د وږي ۵ مه په نیویارک کې تر غوندې وروسته په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

په خبرپاڼه کې دغه راز له طالبانو غوښتل شوي، چې د فبرورۍ په ۲۸ مه چې د ولسمشر غني د سولې له قید او شرط پرته کوم وړاندیز طالبانو ته کړی دی، هغه ته دې هم غاړه کېږدي.

په یاده اعلامیه کې ټینګار شوی دی، چې د افغان سولې خبرې باید د افغانانو تر منځ د افغانانو په مشرۍ تر سره شي او دغه راز یې په افغانستان کې د رڼو ټاکنو پر تر سره کېدو هم ټینګار کړی دی.

ملګري ملتونه یادې څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې ولسمشر غني تر لوی اختر یوه ورځ مخکې د زمري له ۲۹مې د لړم تر ۲۹ پورې د درې میاشتو په مخه له طالبانو سره مشروط اوربند اعلان کړ، خو طالبانو دغه اوربند رد کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي