۰

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رییس پر کور د لاسي بمونو برید شوی

یکشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۶
د کابل پولیس وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د رییس عبدالعزیز آریايي کور ته لاسي بمونه ورغورځولي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رییس پر کور د لاسي بمونو برید شوی
د کابل پولیس وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د رییس عبدالعزیز آریايي کور ته لاسي بمونه ورغورځولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیه قوماندانۍ د نشراتو مشر بصیر مجاهد ویلي دوه تنو تېره شپه (د تلې ۱۴ مه) د کابل د کارته سه په سیمه کې د عبدالعزیز کور ته دوه لاسي بمونه ورغورځولي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی، خو پولیسو یې په اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رییس پر کور داسې مهال د لاسي بمونو برید کېږي، چې د بصیر مجاهد په خبره د هغه د امنیت له پاره ۱۷ امنیتي کسان توظیف شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي