۰

خلیلزاد له ولسمشرغني او عبدالله سره پر سولې خبرې کړې دي

دوشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۹
د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره لیدلي.
خلیلزاد له ولسمشرغني او عبدالله سره پر سولې خبرې کړې دي
د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره لیدلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله پرون یک شنبې د تلې ۱۵ مه له خلیلزاد سره په لیدنه  کې د سولې پروسې د بریالیتوب او په هېواد کې د سراسري امنیت د تامین په موخه د افغان دولت د هڅو په اړه یې خبرې وکړې.

خلیلزاد ویلي، امریکا غواړي په افغانستان کې روانې ناندرۍ له سیاسي لارو حل شي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې«هر هغه څه چې خدای تعالی راکړي، د هغو تجربو نه چې په نړیوالو مسایلو کې یې لرم، د هغو تجربو نه چې د سیمې د مسایلو په هکله یې لرم ... د هغو اړیکو نه چې په سیمه او نړۍ کې یې لرم پدې اړه {د افغانستان د سولې د بهیر} به کار وکړم.»

په ورته وخت کې ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان سوله تر هر څه ډېره مهمه ده او د زلمي خلیلزاد هڅې به د سولې لپاره زمینه برابره کړي.

 کابل ته له سفر دمخه ښاغلی خلیلزاد د تېرې شنبې په ورځ په اسلام آباد د پاکستاني چارواکو سره ولیدل، خو څرگنده نه شوه چې د کومو پاکستاني چارواکو سره یې کتلي او د بحث وړ مسایل یې کوم وو.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانگړی استازی سیمې ته د خپل لس ورځني سفر په ترڅ کې عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته هم سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي