۰

ازبکستان او جرمني د هرات – مزار د رېلار مالي لګښت برابروي

سی شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۷
ازبکستان او جرمني به د افغانستان د مزارشریف – هرات د رېلار، د سرخان – پُلخمري د برښنا مزو، بېلابېلو سړکونو او ځینو نورو بنسټیزه پروژو مالي سرچینې برابرې کړي.
ازبکستان او جرمني د هرات – مزار د رېلار مالي لګښت برابروي
ازبکستان او جرمني به د افغانستان د مزارشریف – هرات د رېلار، د سرخان – پُلخمري د برښنا مزو، بېلابېلو سړکونو او ځینو نورو بنسټیزه پروژو مالي سرچینې برابرې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د دواړو هیوادونو د ځانګړو استازو له کتنې وروسته کړې دي.

تریند راپور ورکړی دی، چې دواړو خواوو زیات تمرکز د افغانستان په اړه د تاشکند د اعلامیې د سپارښتنو پر عملي کېدو وکړ.

په راپور کې ویل شوي، چې دا موافقه د سږ کال د مارچ په ۱۷ مه د افغانستان په اړه د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې تصویب شوې وه.

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر خاص استازي له جرمني وغوښتل چې د افغانستان لپاره د ازبکستان په تعلیمي هلوځلو کې ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې ازبکستان په ترمز (د افغانستان پوله) کې د افغانانو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز جوړ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي