د بهرنیو چارو وزارت مخکني سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي له دغه وزارت د مخه ښه په مراسمو کې پر حکومت غږ وکړ، چې بهرنیو چارو وزارت د خپلو سیاسي مسایلو قرباني نه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د حکمت خلیل کرزي د مخه ښې له پاره نن سه شنبې د لړم اوله بهرنیو چارو وزارت کې ځانګړي مراسم نیول شوي و، چې په کې صلاح الدین رباني، پخواني وزیر ډاکتر سپنتا، د امریکا ایران او ځینو نورو هېوادونو سفیرانو او دیپلوماتانو برخه درلوده.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپلو خبرو کې په تېرو څلورو کلونو کې په بهرنیو چارو وزارت کې د حکمت خلیل کرزي هڅې وستایلې او ډېرې لاس ته راوړنې یې د هغه وبللې.
رباني و ویل، چې ښاغلي کرزی یو ښه ځوان فعاله سیاست مدار دی، چې د خپل کار په دوران کې ښې لاس ته راوړلې لري او تل یې ملي ګټې په نظر کې وې.
په دغه مراسمو کې کابل کې د امریکا او ایران سفیرانو جان بس او بهرامي هم د حکومت خلیل کرزي ستاینه وکړه او هغه یې یو وتلی او زیرک دیپلومات او سیاستمدار وباله.
د غونډې په پای کې حکمت خلیل کرزي د مننې تر څنګ ټولې لاس ته راونې یوازې د ځان نه بلکې د وزارت د کارکوونکو د هڅو او زیار ثمره وبلله.
هغه پر خپلو خبرو کې له حکومته وغوښتل، چې دغه وزارت د خپلو سیاسي مسایلو قرباني نه کړي، ځکه د ده په وینا په دې وزارت کې ډېر ښه ظرفیتونه شتون لري او کولای شي په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان ښه استازي توب وکړي.
نوموړي و ویل« له بده مرغه په هېواد کې د ټاکنو او یا نورو سیاسي معاملو پر مهال د بهرنیو چارو وزارت پر څوکیو معاملې کېږي، له همدې امله په بهرنیو چارو وزارت پورې اړوند سفارتونو ته زورواکي، سیاسي څېرې او غیر مسلکي کسان لېږل کېږي.»
د ښاغلي کرزي په وینا دې کار د هېواد د بهرني سیاست دستګا کمزورې کړې ده او په بهرنیو چارو وزارت کې یې له وړ او مسلکي ديپلوماتانو د کار چانس اخیستی دی.
ده پر حکومت غږ وکړ چې د خپلو سیاسي معاملو لپاره دې خپل کسان پر دغو څوکیو نه ګوماري بلکې د بهرنیو چارو وزارت له داخلي ظرفیت دې ګټه پورته کړل شي.
د کرزي په خبره د بهرنیو چارو وزارت د هېواد راتلونکې او د بهرني سیاست د توازن ساتلو لپاره تر ټولو مهمه مرجع ده او په وینا یې په دې برخه کې ګڼې لاس ته راوړنې لري.
باید و ویل شي، چې حکمت خلیل کرزی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال و، چې څه باندې یوه اونۍ وړاندې یې له دې دندې استعفا ورکړه او د خپلې استعفا لاملونه په حکومت کې سیاسي ناندرۍ بللې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل