۰
پاکستان کې افغان سفیر:

پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم په تېرول د پاکستان پوځ تېروتنه کوي

سی شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۲
اسلام آباد کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازي حضرت عمر زاخېلوال پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان د پوځ له لوري د اغزن سیم غځول لویه تېروتنه بولي.
پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم په تېرول د پاکستان پوځ تېروتنه کوي
اسلام آباد کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازي حضرت عمر زاخېلوال پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان د پوځ له لوري د اغزن سیم غځول لویه تېروتنه بولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زاخېوال ویلي، پر دغه پوله د اغزن سیم غځول د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی نه کوي او نه هم د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه رسولی شي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان دې پر خپلو سیاستونو له سره کتنه او ملکي حکومت یې دې د پاکستانیانو ژوند ښه کولو ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي.

زاخېلوال ټينګار کړی، چې افغان حکومت له پاکستان سره خلاصې پولې غواړي او د دې پر ځای چې پر ډېورنډ فرضي کرښه اغزن تار ولګول شي، ښه به وي، چې دا سیمې همداسې آزادې پرېښودل شي.

اسلام آباد کې افغان سفیر وايي، د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له هغه خبرو ملاتړ کوي، چې ویلي یې و  د افغانستان او پاکستان تر منځ باید پولې د اروپايي هېوادونو په څېر پرانیستې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي