۰

برېښنا شرکت ومنله چې د ننګرهار او لغمان برېښنا پرې شوې

دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۸
د برېښنا شرکت تایید کړه، چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو برېښنا له تېرو ۳۵ ورځو راهیسې پرې شوې ده.
برېښنا شرکت ومنله چې د ننګرهار او لغمان برېښنا پرې شوې
د برېښنا شرکت تایید کړه، چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو برېښنا له تېرو ۳۵ ورځو راهیسې پرې شوې ده.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي جمهور خبري آژانس ته وویل، چې پر ننګرهار او لغمان برېښنا وسله والو طالبانو پرې کړې ده.

نوموړي زیته کړه، چې د برېښنا شرکت کارکوونکي د مزو د بیا تړولو له پاره چمتو دی، او هر وخت چې امنیتي ستونزې لرې شي، د دغه ولایتونو برېښنا به ونښلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم وایي له تېرې یوې میاشتې راهیسې د لغمان او ننګرهار برېښنا پرې شوې.

عبدالله نن دوشنبې د لړم ۱۴ مه د وزیرانو شورا غونډه کې و ویل، چې د ننګرهار او لغمان خلک حق لري، چې په دې اړه شکایت وکړي ځکه هلته د برېښنا د نشتوالي له امله د نورو ستونزو تر څنګ صنعي کارونه هم په ټپه درېدلي دي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس ټنګار وکړ، چې د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې به دغه موضوع په جدیت سره مطرح او بحث به پرې وشي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي