۰
ولایتي شورا:

فاریاب کې طالبانو ۳۰۰ امنیتي سرتېري او پاڅونوال کلابند کړي

پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۹
د فاریاب د ولایتي شورا رییس وايي، دغه ولایت کې ۳۰۰ امنیتي سرتېري او سیمه ییز پاڅونوالو د وسله والو طالبانو په کلابندۍ کې دي.
فاریاب کې طالبانو ۳۰۰ امنیتي سرتېري او پاڅونوال کلابند کړي
د فاریاب د ولایتي شورا رییس وايي، دغه ولایت کې ۳۰۰ امنیتي سرتېري او  سیمه ییز پاڅونوالو د وسله والو طالبانو په کلابندۍ کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فاریاب د ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني آزادۍ رادیو ته ویلي، چې تر اوسه سیمې ته مرستندویه ځواکونه نه دي رسېدلي.

د هغه په وینا دغه ۳۰۰ امنیتي سرتېري او پاڅونوال د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا محاصره شوي دي.

نوموړي وايي، په پښتونکوټ او دولت آباد ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې سختې جګړې روانې دي او که پر وخت مرسته ور ونه رسېږي، دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن په دولت آباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان له ۱۹ ملګرو سره وژل شوی او ۱۳ نور يې ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي