د المان حکومت پرېکړه کړې، چې افغان کډوال به له دغه هېواد باسي خو د بښنې نړیوال سازمان له دغه هېواده غوښتي، چې افغان کډوالو د ایستلو لړۍ وځنډوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د المان حکومت تازه پرېکړه کړې، چې په نږدې ورځو کې یوه ډله نور افغان کډوال هم کابل ته ولېږي.
خو د بښنې نړوالې ادارې د المان دغه پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان د ولسي جرګې تېرو ټاکنو وشوده، چې لا هم دغه هېواد کې امنیتي وضعیت خراب او د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
دغه ادارې زیاته کړې همدې ته په پام د المان حکومت باید د افغان کډوالو د شړلو لړۍ وځنډوي او پر خپلو پلانونو او پرېکړو له سره غور وکړي.
د بښنې نړیوالې ادارې تمه ښودلې، چې د المان حکومت به د دوی غوښتنې ته غوږ کېږدي او د افغان کډوالو ایستلو لړۍ به تر یوې مودې وځنډوي.
جمهورخبري آژانس:کابل