۰

زابل کې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ شوي دي

چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۶
د کورنیو چارو وزارت وايي، زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه پر شاه تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
زابل کې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ شوي دي
د کورنیو چارو وزارت وايي، زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه پر شاه تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د لړم ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د زابل ولایت په میزانه ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د برید پر مهال دوه پولیس وژل شوي، خو وايي د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي