۰

بدخشان کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي دي

شنبی ۱۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۶
شمال کې د پوځ چارواکي بدخشان ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
بدخشان کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي دي
شمال کې د پوځ چارواکي بدخشان ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د لیندۍ ۱۰ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ پرون له غرمې وروسته د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د خستک په دره کې د طالبانو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي.

په خبرپانه کې راغلي، چې په دې هوايي بریدونو کې د مولوي محبوب په نوم د یوه مهم قوماندان په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په عملیاتو کې د طالبانو یو مهم پټنځای، دوې خځې او دغه راز درې هایلکس او سراچه موټر، موټرسایکلونه، وسلې او مهامات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي