افغان ولسمشر محمد اشرف غني او لومړي مرستیال یې جنرال عبدالرشید دوستم په هېواد کې پر وروستیو امنیتي حالاتو او په ځانګړې توګه د فاریاب پر امنیت خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي دوستم له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ناسته پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۱ مه په ارګ کې تر سره شوه.
سرچینه زیاتوي، چې د ناستې پر مهال د ملي امنیت شورا سلاکا ډاکتر حمدالله محب او د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزي هم شتون درلود او د فاریاب د امنیت په اړه یې خبرې وکړې.
دغه راز خبرپاڼه وايي، د ښاغلي غني، ښاغلي دوستم، ښاغلي محب او د ملي امنیت د رییس خبرې تر ډېره د امنیتي وضعیت د خرابېدو د مخنیوي پر لارو چارو متمرکزه وې.
د جنرال دوستم دفتر زیاته کړې، چې په ناسته کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه خبر بحث وشو.
جمهورخبري آژانس:کابل