ډیلي ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، تر هغه به افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو د ګټو لپاره د جګړې ډګر وي چې بهرني لاسونه له دې هېواد لنډ شوي نه وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مطلب لیکوال ټینګار کړی تر څو چې افغانستان ته د یوه خپلواک هېواد په توګه درناوی نه وي شوی په دغه هېواد کې په جګړه روانه وي.
په دغه مطلب کې وړاندې ویل شوي اوس د دې وخت رارسېدلی، چې ملګري ملتونه خپل ارزښت په ډاګه په افغانستان کې خپلې تېرې نیمګرتیاوې جبران کړي.
د مطلب د لیکوال په وینا ملګري ملتونه باید په افغانستان کې بهرني لاسونه لنډ کړي تر څو په دې توګه د افغان وینه تویېدنه بند او سوله راشي.
جمهورخبري آژانس:کابل