۰

ترکیه کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
راپورونه وايي، ترکیه کې یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
ترکیه کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
راپورونه وايي، ترکیه کې  یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د لیندۍ ۲۲ مه سهار وختي د ترکیې پلازمېنه انقره کې رامنځ ته شوې ده.

د انقرې چارواکي وايي، پېښه د ریل کاډي په یوه تم ځای کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یوه ګړندي ریل د یوه تخیکي ریل ګاډي سره چې د رېل پټلۍ د کنټرول چارې یې تر سره کولې ټکر وکړ.

د انقرې د چارواکو په وینا په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي