۰

د امریکا او طالبانو خبرو جزیات:ښايي پر ۶ میاشتو اوربند موافقه وکړي

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۹
که څه هم په متحده عربي اماراتو کې د امریکايي او طالب استازو د مخامخ خبرو بشپړ جزیات تر اوسه نه دي راوتي، خو پاکستاني رسنۍ وايي، په دې ناسته کې پر اوربند، زندانیانو پر خلاصون او د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې شوې دي.
د امریکا او طالبانو خبرو جزیات:ښايي پر ۶ میاشتو اوربند موافقه وکړي
که څه هم په متحده عربي اماراتو کې د امریکايي او طالب استازو د مخامخ خبرو بشپړ جزیات تر اوسه نه دي راوتي، خو پاکستاني رسنۍ وايي، په دې ناسته کې پر اوربند، زندانیانو پر خلاصون او د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ دي نیوز د طالب سرچینو له قوله ویلي، چې د ابوظبۍ په خبرو کې امریکا له طالبانو وغوښتل، چې له شپږ میاشتني اوربند سره موافقه وکړي.

دغه راز ورځپانې لیکلي، امریکا له طالبانو دا هم غوښتي، چې د افغانستان د ملي یووالي په یوه نوي حکومت کې ګډون وکړي چې په راتلونکې کې به جوړ شي او د افغانستان نوی سیاسي نظام به جوړ کړي.

ورځپانه د طالب سرچینو د معلوماتو پر اساس وايي، طالبانو د دې غوښتنو په مقابل کې له امریکا غوښتي، چې ټول بندیان خوشي کړي، پر طالب مشرانو بندیزونه لرې او د خپلو پوځونو د وتلو مهال وېش اعلان کړي.

په ورته وخت کې ځینو نورو پاکستاني رسنیو د طالبانو په قول ویلي چې دوی یو میاشتني اوربند ته چمتو ده خو شپږ میاشتې اوربند نه شي کولی.

خو دي نیوز ویلي، د ابوظبي په پرونۍ غونډه کې طالبانو و ویل، په هغه صورت کې شپږ میاشتنی اوربند اعلانولی شي چې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات تضمین وکړي چې د موقت حکومت مشر به د طالبانو په خوښه ټاکل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي