۰

چین له ملګرو ملتونه غوښتي، چې طالبان سولې ته وهڅوي

چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازی وايي، ملګري ملتونه دې طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.
چین له ملګرو ملتونه غوښتي، چې طالبان سولې ته وهڅوي
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازی وايي، ملګري ملتونه دې طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هغه په وینا ملګري ملتونو او امنیت شورا دې طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي او په دې توګه په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.

دغه چینايي دیپلومات زیاته کړې، چې په روان کال کې په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده، نو ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو ته په کار ده، چې په دغه هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې په پای ته رسولو کې همکاري ډېره کړي.

هغه پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې له افغان حکومت او افغان ځواکونو خپل ملاتړ ډېر کړي او د امنیتي ځواکونو په روزنه او تجهیز کې خپلې مرستې پراخې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازی وايي، په سیمه کې د ثبات راوستلو او جګړو ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي چې نړیوال یې باید ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي