۰

کونړ او فاریاب کې ۵۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۹
ملي دفاع وزارت په کونړ او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د ۵۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
کونړ او فاریاب کې ۵۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت په کونړ او فاریاب ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د ۵۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه عملیاتو کې د فاریاب په دولت آباد او ګرزیوان او د کونړ په اسمارو کې تر سره شوي، لږ تر لږه ۲۹ وسله وال وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپانه کې راغلي، د فاریاب په یادو دوه ولسوالیو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان، یو عراده موټر، پنځه عرادې موټرسایکلونه او دوه پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز د کونړ په اسمارو کې بیا ۱۵ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي