۰

افغان هوايي ځواک څلور نورې چورلکې تر لاسه کړې دي

دوشنبه ۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۵
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک څلور نورې ایم ډي ۵۳۹ ډوله چورلکې، چې د بمبار وړتیا لري تر لاسه کړې دي.
افغان هوايي ځواک څلور نورې چورلکې تر لاسه کړې دي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک څلور نورې ایم ډي ۵۳۹ ډوله چورلکې، چې د بمبار وړتیا لري تر لاسه کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت ویاند جاوید احمدغفور زیاتوي، چې دغه چورلکې امریکا افغان هوايي ځواک ته ورکړې، چې ورته پیلوټان ښه روزل شوي دي.

د هغه په وینا دغه چورلکې نور پیاوړي تخنیکي کارکوونکي هم لري او په جګړه ییزو عملیاتو کې به ترې ګټه اخستل کېږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دغه چورلکې په عملیاتو او جګړو کې ډېر اغېزمنې وبللې او وايي، اوس مهال په ډېرو عملیاتو او جګړو کې له همدې بمبار کوونکو چورلکو کار اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تازه اعلان کړی، چې د ۲۰۱۹ زېږديز کال د مارچ تر میاشتې پورې به افغان هوایي ځواکونو ته ۷ نوې جنګي او کشفي الوتکې ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي