د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي کابل ته راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عراقچي نن شنبې د مرغومي ۱۵ مه له غرمې وروسته کابل ته راغلی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، عراقچي له خپل افغان سیال سره لیدلي او تمه ده چې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره هم پر افغان سوله خبرې اترې ولري.
دا کابل ته په روانه میاشت کې د عراقچي دویم سفر دی او په داسې حال کې یې تر سره کوي، چې څو ورځې وړاندې یې په تهران کې د طالبانو له ورغلي پلاوي سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.
نوموړی څو اونۍ وړاندې هم کابل ته راغلی و او له افغان چارواکو سره یې پر افغان سوله او ځینو نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل