۰
د ټرمپ څرګندونو ته د ترکیې غبرګون:

امریکا باید د سوري کردانو او کرد وسله والو تر منځ توپیر وکړي

دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۵
د ترکیې ولسمشرۍ ماڼې د امریکا د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي، که ترکیه سوریه کې پر کردانو برید وکړي امریکا به د ترکیې اقتصاد له منځه یوسي.
امریکا باید د سوري کردانو او کرد وسله والو تر منځ توپیر وکړي
د ترکیې ولسمشرۍ ماڼې د امریکا د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي، که ترکیه سوریه کې پر کردانو برید وکړي امریکا به د ترکیې اقتصاد له منځه یوسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي له سوریې امریکايي ځواکونه په وتلو دي، خو ترکیه باید هلته د مېشتو کردانو خیال وساتي او بریدونه پرې ونه کړي.

د هغه په وینا سوریه کې مېشت کردان د امریکا ستراتېژیک ملګري دي او که چېرې ترکیه پرې بریدونه وکړي نو امریکا به د ترکیې اقتصاد له منځه یوسي.

دغه راز ټرمپ سوریه کې پر مېشتو کردانو هم غږ کړی، چې د ترکیې خلاف فعالیتونه ونه کړي.

د ټرمپ دغه څرګندونو ته د ترکیې جمهوري ریاست غبرګون ښودلی او ویلي یې دي له امریکا تمه لري، چې ستراتېژیک ګډون ته احترام وکړي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي د سوري کردانو او وسله والو کردانو یو بلل یوه فاحشه تېروتنه ده.
 
 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي