۰

خلیلزاد کابل ته راغلی او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره کتلي

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۷
د افغان حکومت مشرانو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دی.
خلیلزاد کابل ته راغلی او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره کتلي
د افغان حکومت مشرانو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون سه شنبې د مرغومي ۲۵ مه کابل ته راغلی او د افغان حکومت چارواکو په ارګ کې ورسره پر سولې خبرې کړې دي.

دغه ناسته چې ماښام په ارګ کې تر سره شوې ولسمشر غني، د هغه دواړو مرستیالانو، اجرائیه ریس ډاکتر عبدالله، د حکومت د سولې مذاکراتي ټیم او ځینو سیاسي مشرانو په کې برخه درلوده.

ناسته کې زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو، هند، چین او اماراتو ته د خپل سفر راپور او جزئیات وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې سیمې هېوادونو ته یې د سفر موخه د افغان سولې پروسې د پیلولو لپاره د سیمه ‏ییزې اجماع رامنځته کول وو او د کابل له سفر وروسته به دغو سفرونو ته دوام ورکوي.

خلیلزاد د غونډې پر مهال د برخوالو ځینو پوښتونو ته ځوابونه هم ویلي دي.

ښاغلي غني هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیلولو په خاطر د زلمي خلیلزاد هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د ننه د سولې د راوستو پر سر بشپړه اجماع موجوده ده.

باید و ویل شي، چې دواړو غاړو د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې پر پیلولو ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي