۰
یو امریکايي سناتور:

ټرمپ سل سلنه ډاډ راکړی، چې ځواکونه له افغانستان باسي

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۴
یو امریکايي سناتور رانډ پاول وايي، د امریکا ولسمشر ټرمپ ژمن دی، چې له افغانستان امریکايي سرتېري وباسي.
ټرمپ سل سلنه ډاډ راکړی، چې ځواکونه له افغانستان باسي
یو امریکايي سناتور رانډ پاول وايي، د امریکا ولسمشر ټرمپ ژمن دی، چې له افغانستان امریکايي سرتېري وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رانډ پاول په یوه خبري ناسته کې ویلي له افغانستان او سوریې د امریکايي ځواکونو پر ایستلو یې له ټرمپ سره خبرې کړې دي.

دغه امریکايي سناتور ټینګار کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان او سوریې د امریکايي ځواکونو ایستلو ته ژمن دی.

د هغه په وینا له ده سره خبرو کې ټرمپ ژمنه کړې، چې امریکايي ځواکونه به له افغانستان باسي او په دې کې پر جګړه لګېدونکې پیسې به د امریکا د رغونې او داخلي امنیت لپاره لګول کېږي.

نونوموړي زیاته کړې«ټرمپ سل سلنه ډاډ راکړی، چې له افغانستان به خپل ځواکونه باسي، خو د یوه پلان له مخې.»

په ورته وخت کې امريکايۍ فوربس مجلې لیکلي، له افغانستان او سوريې د ځواکونو د اېستلو شوى اعلان که څه هم وروسته بدل خو حالت اوس هم نا څرګند دى.

دغه مجلکه کې ویل شوي ټرمپ غواړي د هغو کسانو د ناهيلي کولو لپاره امريکايي سرتېري له افغانستان او سوريې وباسي چې دغه ځواکونه يې استولي او هلته يې ساتلي و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي