۰
بشردوست وکیلانو ته!

خپل کورونه مو آباد خو افغانستان مو خراب کړ

شنبی ۲۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۳
د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست وايي، د جرګې په ۸ کلنه کاري دوره کې وکیلانو خپل کورونه آباد خو افغانستان یې خراب کړ.
خپل کورونه مو آباد خو افغانستان مو خراب کړ
د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست وايي، د جرګې په ۸ کلنه کاري دوره کې وکیلانو خپل کورونه آباد خو افغانستان یې خراب کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي بشردوست د جرګې د نن شنبې د مرغومي ۲۹ مې په غونډه کې چې وروسته له دې وکیلان په ژمنۍ رخصتۍ ولاړل او ورسره سم یې ۱۶ دوره هم پای ته ورسېده پر وکیلانو سختې نیوکې وکړې.

نوموړي و ویل«که وکیلانو په تېرو ۸ کلونو کې کار کړی وای نن به موږ توانېدلي و، چې غني، عبدالله او سترې محکمې رییس څرخي پله زندان ته اچولي وای، ځکه د دوی د غلتو سیاستونو له امله په تېرو څلورو کلونو کې ۴۰ زره او یوازې په ۲۰۱۸ کال کې ۱۰ زره ملکي وګړي وژل شوي دي.»

هغه په ټينګار سره و ویل، چې په دغه موده کې د ولسي جرګې غړو د قاچاق کوونکو، ځمکې د غاصبانو، فاسدینو او زورواکو په ملاتړ سره خپل کورنه آباد کړ خو افغانستان یې خراب کړ.

ښاغلي بشر دوست و ویل« داسمه ده، چې ټول وکیلان قاچاق کوونکو، ځمکې د غاصبانو، فاسدینو او زورواکي نه دي، خو په خپل سقوط سره یې د هغوی ملاتړ وکړ او موږ یې د جرم شریکان یو.»

د ولسي جرګې دغه غړی زیاتوي، که د جرګې غړو په تېرو ۸ کلونو کې پر افغان ولس ظلم کړی او که یې خپل کار سم سرته رسولی وای نن به یې ولسمشر غني او اجرائیه رییس محکمې ته کش کړي واي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي