۰

ښايي خلیلزاد بیا د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره مسکو ته ولاړ شي

سی شنبه ۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۴
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ښايي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد یو ځل بیا مسکو ته سفر وکړي.
ښايي خلیلزاد بیا د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره مسکو ته ولاړ شي
 د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ښايي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد یو ځل بیا مسکو ته سفر وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې رسنیو د کابلوف له قوله ویلي، چې ښايي خلیلزاد راتلونکې فبروری میاشت کې له روسیې لیندنه وکړي.

د روسیې ځانګړي استازي زیاته کړې، چې که خلیلزاد چمتو وي دوی د دې لیدنې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او لازم چمتوالی لري.
 
کابلوف د دې لیدنې موخه د افغان سولې برخه کې له امریکا سره همکاري په ګوته کړې او وايي، دوی د افغان سولې برخه کې هر راز اسانتیا برابرولو ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد اوس په قطر کې له طالب استازو سره په خبرو بوخت دی.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد نېږدې یوه میاشت وړاندې هم پر افغان سولې د خبرو لپاره مسکو ته تللی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي